ننګرهار کې چاودنې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان کړي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/12/70085885_506141793495043_4538370166475456512_n.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې د دې ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ کې د ملي اردو په رینجر موټر چاودنه شوې او بل لورته جلال اباد ښار کې د طالبانو يو غړ، چې له خلکو يې پیسې غوښتلې نيول شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل د ننګرهار ولایت خوږیاڼیو ولسوالۍ د «میملې»سیمې مربوتاطو کې د ملي اردو په رینجر موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې، چې په پایله کې یې د ملي اردو دوه سرتیري ټپیان شوي.
د نوموړي په خبره د ټپیانو روغتیایې وضعیت د ډاډ وړ دی.
همدا رنګه خوږیاڼی وایې، د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو غړی«صدرالدين» د پنځوس زره کلدارو سره لاس په لاس نيولې، چې خلکو ته يې ګواښونه کول او ورڅخه يې د نغدو پیسو غوښتنه کوله.