جلال اباد کې یو وسله وال برید ۵ تنه وژلی او یو  بل یې ټپي کړی

د ننګرهار چارواکي وایې دغه وسله وال برید د جلال اباد ښار لوموړې ناحیه کې د یوې موسسې په موټر شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: نن د لیندۍ په (۱۳) نیټه سهار مهال د جلال اباد ښار لومړې ناحیه کې د یوې جاپانۍ موسسېPMS)  ) د مشر ډاکټر ناکامورا په موټر وسله وال برید شوې، چې په پایله کې یې ۵ تنه وژل شوي او یو تن ټپي شوی.

خوږیاڼی زیاتوي، وژل شوي  د ډاکټر ناکامورا ساتونکي او موټر چلوونکی دی او خپله ډاکټر ناکامورا ټپي شوی، چې روغتیایې وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تراوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې د دې برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *