په ننګرهار کې د داعش په ماتیدو کې طالبانو رول درلود

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی وایي په ختیځ ولایت ننګرهار کې داعش ته په ماتې ورکولو کې طالبانو مهم رول درلود.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې، زلمي خلیلزاد تازه ویلي دي چې په ننګرهار ولایت کې د داعش په له مینځه وړلو کې طالبانو د افغانستان د امنیتي او بهرنیو ځواکونو په څنګ کې مهم رول لوبولی دی.

خلیلزاد پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګه په بشپړ ډول له مینځه وړل شوي نه ده ؛ مګر په ننګرهار ولایت کې یې سخته ماتي خوړلي ده.

نوموړي د امریکا د جمهور رییس دا خبرې چې په افغانستان کې د داعش ـ خراسان په وړاندې لوې پرمختګ شوی،تایید کړي دي.

خلیلزاد ویلي دي چې«په ننګرهار کې وروستی کمپاین یوه بیلګه ده.د متحده ایالاتو د ایتلاف او امنیتي ځواکونو ګټور عملیات او همدارنګه طالبان ددې سبب شول چې د داعش ـ خراسان خپله اراضي او جنګیالي له لاسه ورکړي.سلګونه کسان تسلیم شوي دي. داعش ـ خراسان ختم شوی نه دی مګر دا یو ريښتینی پر مختګ دی».

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی په داسې حال کې دا خبرې بیانوي چې د افغانستان امنیتي ادارې د هېواد په شمال ختیځ په ځانګړې ډول ننګرهار کې په بشپړ ډول د داعش په له مینځه تللو ټینګار کوي.

مګر د افغانستان امنیتي ادارو د طالبانو هیڅ یادونه نه ده کړي،په ورته وخت کې د وروستیو ورځو په جریان کې له ۱۰۰۰ څخه زیات داعشیان امنیتي ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

په داسې حال کې په ننګرهار کې د داعش پر وړاندې د پرمختګ خبرې کیږي چې د هېواد په شمالي ولایتونو په ځانګړي ډول سرپل کې د داعش د فعالیت کره راپورونه شتون لري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *