په غزني کې د یوې خونړۍ چاودنې مخه ونیول شوه

د غزني ولایت پولیسو د غزني ښار په دویمه حوزه کې د یوې کړۍ ماین په کشف او شنډولو سره د یوې خونړۍ پیښې مخه ونیوله.

د خاورمیانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه ماین نن ماسپښین (لړم ۲۲) د موټرسایکلو د خرڅلاو سړک په ساحه کې کشف شوی دی.

د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې دغه ماین د موبایل په وسیله له لرې ځای څخه کنټرولیده چې د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو باندې د چاودنې په موخه ځای پرځای شوی و.

سرچینه زیاتوي چې دغه ماین له چاودنې وړاندې کشف او شنډ شوی او ورسره د یوې خونړۍ پیښې مخه نیول شوي ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *