په پروان کې د امریکایي ځواکونو کاروان تر برید لاندې نیول شوی

په پروان ولایت کې د امریکایي  ځواکونو  کاروان د چاودیدونکي برید هدف ګرځیدلی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند «ساني لګیت» دغه برید تایید کړی دی.

نوموړي پر خپل ټويټر اکونټ لیکلي چې د سړک غاړې د دغه ماین په چاودنه کې هیڅ یوه امریکایي سرتیري ته زیان نه دی رسیدلی.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو ویاند ددې پیښې کره ځای مشخص کړی نه دی.

مګر د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې دغه برید د پروان ولایت  په صیادان سیمه کې رامنځته شوي چې پکې اته تنه بهرني فوځیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *