کونړ کې د داعش  ۱۳ کسیزې ډلې له جګړې لاس واخیست

دغې ډلې د کونړ په یو شمیر ولسوالیو کې د دولت ضد فعالیتونه کول چې له  جګړې لاس په سر او سوله ییز ژوند یې غوره کړ.

د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر څخه خاورمیانه خبري اژانس ته په را استول شوې خبر پاڼه کې راغلي، دداعش دغې دیارلس کسیزې وسله والې ډلې جنګیالو چې دقومندان مومن تر مشرۍ لاندې په نورګل،غازي اباد او شیګل ولسوالیو کې د دولت پر ضد وسله وال فعالیتونه ترسره کول د امنیه قومندانۍ په هڅو د خپلو وسلو سره حکومت ته تسلیم او سوله ییز ژوند یې غوره کړ.

د کونړ والي عبدالستار میرزکوال بیا دیادې وسله والې ډلې تسلیمدل د امنیت په تامین مهم ګام بولي او وايي د ټولو حکومت ضد ډلو لپاره دا فرصت دی تر څو له سولې سره یو ځای شي او که نه د امنیتې ځواکونو له کلک غبرګون سره به مخ شي .

ښاغلی میرزکوال وايي اوس په ټول کونړ کې د داعش پر وړاندې عملیات

ادامه لري او ژر به يې له منځه یوسي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *