په کندهار کې یوه پولیس د خپلې لیکې اووه تنه سرتیرې ووژل

د کندهار ولایت په شاولیکوټ ولسوالۍ کې په یوه خپل منځي برید کې یو پولیس سرتیري اووه پولیس افسران په ډزو ووژل.

د کندهار د پولیسو ویاند،ضیاء دراني خاور میانه خبرې اژانس ته وویل چې دغه پیښه تیره شپه د شاولي کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې په یوه امنیتي پوسته کې رامنځته شوي ده.

د نوموړي پر وینا،په دې پیښه کې یو پولیس سرتیري چې ګومان کیږي د دښمن نفوذي کس و،پر خپلو ملګرو ډزې کړي دي چې په پایله کې یې اووه پولیس افسران وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو ددې برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی او ویلي یې دي چې نفوذي کس د دوې پورې تړاو درلود.

په ډیری ځایونو کې خپل منځي بریدونه رامنځته کیږي او دا یو له هغه ډول پیښو څخه دي چې لا تراوسه مسوولین د دا ډول بریدونو مخه نیولي نه ده.

تیره اوونۍ په کندهار ولایت کې هم په یوه خپل منځي برید کې یو د ملې اردو او دوه امریکایي سرتیري وژل شوي و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *