درې ځان وژونکي بریدګر او له چاودیدونکو موادو ډک موټر یې له منځه یوړل شو
د غزني ولایت په ګیرو ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو په هوایي عملیاتو کې د چاودیدونکو موادو ډک موټر د درې ځان وژونکو بریدګرو سره یو ځای له مینځه وړل شوی دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه تیره شپه د ګیرو ولسوالۍ په مزار سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي چې ځان وژونکو برید ګرو د انتحاري برید لپاره د موټر د چمتوالی په حال کې وو.
د غزني ولایت د مطبوعاتي دفتر په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «د درې ځان وژونکو سره یوځای یو مزدا ډوله موټر چې په غزني کې یې د یوه ترهګریز برید نیت درلود موخې ته له رسیدو وړاندې د هوایي ځواکونو له لوري له مینځه وړل شوي دي » .
په ورته وخت کې ناڅرګنده وسلوالو وړمه ورځ مازیګر مهال د غزني ښار په دویمه امنیتي حوزه کې ددغه ولایت د جنایي مدیریت د «کرمینل تخنیک» پخوانی مسوول «جان اغا فلسطین» چې د څو کالو راهیسې تقاعد شوی هم وو ترور کړی دی.
وسله والو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.