په افغانستان کې یو امریکایي سرتیری ووژل شو
د قاطع ملاتړ ماموریت د افغانستان په جګړه کې د یوه امریکایي عسکر وژل کېدنه تایید کړي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،قاطع ملاتړ ماموریت نن د ( چنګاښ ۲۲) ویلي دي چې دا سرتیری په جګړه کې وژل شوی دی.
ددې ادارې په خبرپاڼه کې ددې امریکایي سرتیري د وژل کېدو د کره ځای او څرنګوالی په اړه مالومات وړاندې شوي نه دي.
د خبرپاڼې څخه په نقل په دې اړه به نور جزئیات ۲۴ ساعته وروسته وړاندې شي.
ددې امریکایي سرتیري په وژل کېدو سره د تیرو درې اوونیو په جریان کې د وژل شویو امریکایي سرتیرو شمېر ۳ تنو ته ورسید او د روان میلادي کال د پیل راهیسې د افغانستان په جګړه کې ۱۰ امریکایي سرتیري وژل شوي دي.
دوه امریکایي نظامیان اته ورځې وړاندې په میدان وردګو ولایت کې وژل شوي وو.