ننګرهار کې چاودنې څلور ملي وګړي ټپیان کړي

۱۷ سرطان ۱۳۹۸

چارواکي وایې؛ د ننګرهار ښار څلومې ناحیې اړوند سیمه کې چاودنه شوې، چې څلور ملي ګړي په کې ټپیان شوي

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل  نن د چنګاښ په( ۱۷) نیټه د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار څلورمې ناحيې اړوند ميکانيزې سيمه کې شاوخوا لس بجې او پنځه ويشت دقيقې د ګمرک رياست اړوند د ساتونکو پر  موټر د سړک غاړې چاودنه رامنځته شوې، چې له امله يې څلور ملکي ګړي  ټپيان شوي دي.

نوموړی وایې؛ د پیښې ټپیان روغتون ته انتقال شي، چې د یوه وضعیت نازک ښودل شوی دی.

د پیښې علت لا څرګند نه دی او نه هم تراوسه چا د دې پیښې مسولیت منلی.

چاودنې

ملي وګړي

ننګرهار


خپل لېد لوری مو ولیکئ ستاسې ایمیل ادرس او شمیره شاید په لید لوري کې خپره نه ش شد

نوم

ایمیل

لېد لوری


برای گزاشتن تصویر خودتان به سایت Gravatar مراجعه کنید.