لغمان کې د یوه مهم مخالف وسله وال وژل کېدل
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/06/61648237_1259022240926779_6264173805095092224_n.jpg)
چارواکي وایې؛ ګډو ځواکونو د یوه کمين په ترڅ کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر غړو ته مرګ ژوبله اړولې او ددوی له لوري یو موټرسایکل بم یې هم له منځه وړی دی.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: تېره شپه ناوخته د الیشنګ ولسوالۍ په استقامت د مرکز اړوند په کرنجاوې سیمه کې افغان ګډو ځواکونو د یوه کمین په ترڅ کې د وسله والو طالبانو یو مهم غړی وژلی او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
دولتزی زیاتوي، په دغه برید کې د وسله والو طالبانو هغه پلان ، چې دوی درلوده له منځه تللی او پرمهال یې یو موټر سایکل بم هم له منځه وړل شوی دی.
د دولتزي په خبره په دغو عملیاتو کې افغان ځواکونو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.