په کابل کې د یوې چاودنې مخه ونیول شوه
د کابل پولیس وایي چې د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د یوې ترهګریز او خونړي برید مخه نیول شوي ده.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د کابل د پولیسو قومندانۍ نن سهار( جوزا ۵مه) په پینځمه ناحیه کې د سرې میاشتې ادارې ته نږدې یوه کړۍ د سړک د غاړی ماین کشف کړی دی.
د کابل د پولیسو په خبرپاڼه کې راغلي دي چې «نن سهار د ۶:۰۰ بجو په شاوخوا کې د ترهګرو لوري د کابل ښار په پینځمه ناحیه کې د سرې میاشتې ادارې ته څیرمه سړک باندې بیګناه خلکو د وژلو لپاره یوه کړۍ ماین ځای پر ځای شوی او د موبائل په واسطه عیار شوی وو له چاودنې مخکې کشف شوی دی.»
د کابل پولیس وایي چې دغه کړۍ ماین یې د انجینرۍ ټیم په واسطه شنډ کړی او دیوې خونړۍ چاودنې مخه نیول شوي ده.