کونړ کې د ګډو ځواکونو په عملیاتو کې ۱۱ داعشیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
د کونړ چارواکي وایې د دې ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې افغان ګډو ځواکونو عملیات کړي، چې ۱۱ داعشیانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د کونړ د امنیه قومندانۍ ویاند فرید دهقان له خاورمیانه خبري اژانس سره په خبرو کې وویل: تیره شپه افغان ګډو امنیتي ځواکونو د دې ولایت د څوکۍ ولسوالۍ په دیوه ګل دره کې د داعش وسله والو د ځپلو په موخه عملیات کړي، چې په پایله کې یې ۴ داعشیان وژل شوي او ۷ تنه یې ټپیان شوي.
دهقان زیاتوي یوه اندازه سپکه او درنه وسله هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلې ده .
د نوموړي په خبره په دغو عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
تراوسه په دې اړه د دعش وسله والې ډلې څه نه دې ویلي.
د یادونې وړ ده، چې داعش ډلې په ننګرهار کې له ځپلو ورورسته اوس کونړ ولایت ته مخه کړې ده.