د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثابته بیه!
د تیرې اوونۍ په نسبت د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه تقریباً ثابته پاتي ده او د مرکزي بانک له لوري یې د بیو د لوړیدو لپاره هیڅ عملې ګام اخیستل شوی نه دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د لویي جرګې د ترسراوي په پار د کابل د یوې اوونۍ د رخصتۍ وروسته د افغانیو بیو د پام وړ کموالی موندلی دی.
د کابل په بازارونو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو بیه یو ځل د ۷۸ افغانیو تر پولو ورسیده او نن ( غویي ۲۱) د تیرې اوونۍ په څیر د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر دی.
دا په داسې حال کې ده چې د لویي جرګې د ترسراوې لپاره د یوې اوونۍ رخصتۍ مخکې یو ډالر د ۷۷.۶۰ افغانیو سره برابر وو.
د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه په دې ډول ده:
یو ډالر د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر
یوه یورو د ۸۷.۵۰ افغانیو سره برابره
یو انګلیسي پونډ د ۱۰۰.۵۰ افغانیو سره برابر
یو سعودي ریال د ۲۰.۶۵ افغانیو سره برابر
د اماراتو یو درهم د ۲۱.۲۰ افغانیو سره برابر
زر ایراني تومان د ۵.۲۰ افغانیو سره برابر
زر هندي روپۍ د ۱۱۰۰ افغانیو سره برابرې
زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۴۶ افغانیو سره برابر تبادله کیږي.
د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هر وخت د تغییر په حال کې دي.
د افغانیو بیې په داسې حال کې د سقوط سره مخ شوي دي چې په دې وروستیو کې مرکزي بانک د هېواد د پولي زېرمو د زیاتیدو خبر ورکړی چې د غلطو پولي سیاستونو له وجې یې د پیسو په بازار کې موثر اغیز نه لیدل کیږي.