د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ثابته بیه!

د تیرې اوونۍ په نسبت د ډالر پر وړاندې د افغانیو بیه تقریباً ثابته پاتي ده او د مرکزي بانک له لوري یې د بیو د لوړیدو لپاره هیڅ عملې ګام اخیستل شوی نه دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د اقتصادي برخې د راپور له مخې،د لویي جرګې د ترسراوي په پار د کابل د یوې اوونۍ د رخصتۍ وروسته د افغانیو بیو د پام وړ کموالی موندلی دی.

د کابل په بازارونو کې د ډالر په مقابل کې د افغانیو بیه یو ځل د ۷۸ افغانیو تر پولو ورسیده او نن ( غویي ۲۱) د تیرې اوونۍ په څیر د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر دی.

دا په داسې حال کې ده چې د لویي جرګې د ترسراوې لپاره د یوې اوونۍ رخصتۍ مخکې یو ډالر د ۷۷.۶۰ افغانیو سره برابر وو.

د نورو بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو بیه په دې ډول ده:

یو ډالر د ۷۸.۱۵ افغانیو سره برابر

یوه یورو د ۸۷.۵۰ افغانیو سره برابره

یو انګلیسي پونډ د ۱۰۰.۵۰ افغانیو سره برابر

یو سعودي ریال د ۲۰.۶۵ افغانیو سره برابر

د اماراتو یو درهم د ۲۱.۲۰ افغانیو سره برابر

زر ایراني تومان د ۵.۲۰ افغانیو سره برابر

زر هندي روپۍ د ۱۱۰۰ افغانیو سره برابرې

زر پاکستانۍ کلدارې د ۵۴۶ افغانیو سره برابر تبادله کیږي.

د کابل د اسعارو د بازار د مالوماتو له مخې،د افغانیو او نورو بهرنیو اسعارو بیې هر وخت د تغییر په حال کې دي.

د افغانیو بیې په داسې حال کې د سقوط سره مخ  شوي دي چې په دې وروستیو کې مرکزي بانک د هېواد د پولي زېرمو د زیاتیدو خبر ورکړی چې د غلطو پولي سیاستونو له وجې یې د پیسو په بازار کې موثر اغیز نه لیدل کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *