د افغانستان د وروستیو سیلابونو قربانیانو سره د ایران خواخوږې

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان په څو ولایتونو کې د سیلابونو د راوتلو وروسته د هېواد د اوسیدونکو سره خواخوږې څرګنده کړه.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند بهرام قاسمي ددې په څرګندولو سره چې د افغانستان په ډېرې برخو او ښارونو کې د سیلابونو د راتګ له امله په ځاني او مالي زیانونو غمجن او خواشینی دی ،وویل د افغانستان او ایران ملتونه په سختیو او ستونزو کې یو د بل تر څنګ دي.

قاسمي د افغانستان دولت او ملت په ځانګړې ډول د تیرو ورځو د پیښو قربانیانو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

د تیرو ورځو په اوږدو  د هېواد په شمالي او لویدیځو ولایتونو کې کې سختو بارانونو او سیلابونو له ۳۰ څخه زیات کسان ووژل او ۲۹ تنه نور یې ټپیان کړل چې په څنګ کې یې ۱۲ تنه نور لادرکه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *