د تورخم ښاروالۍ د یو مدیر وژل او د یوبل ټپی کیدل
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/02/13233028_238379869868005_5260896311402497670_n.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې؛ ناڅرګندو وسله واله والو د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو ډزې کړي چې يو يې وژل شوی او بل یې ټپي شوی دی .
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت مومندرې ولسوالۍ اړوند په تورخم ښارګوټې کې تېره شپه نږدې اووه بجې د تورخم ښاروالۍ پر دوو مديرانو نا څرګندو کسانو د بې غږه وسلې ډزې کړې،چې له امله یې د یادې ښاروالۍ د جوازونو مدیر سیدالرحمن وژل شوی او د شیرزاده په نوم د املاکو مدیر ټپي شوی دی .
د تورخم ښاروالۍ ياد مديران په تورخم ښارګوټې کې د شپې د ډوډۍ تر خوړلو وروسته خپل هستوګنځای ته روان و چې د غلچکي بريد لاندې راغلي دي،چې ټپي شوی مدیر اوسمهال په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د پیښې علت تر اوسه څرګند نه دی او مسولیت یې هم تر اوسه کوم شخص او یاهم کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.