په هلمند کې د طالبانو شپږ قرارګاوې له منځه وړل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2019/01/EC561AF1-5F1C-4C40-8BE0-EC22AB3FEB96_w1200_r1_s.jpg)
د ملې امنیت موظفینو د هلمند ولایت په دیشو ولسوالۍ کې په یو لړ هدفي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو شپږ قرارګاوې له مینځه وړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور او د ملې امنیت د خبرپاڼې له مخې،دغه عملیات د ملې امنیت د ځانګړې قطعې له لوري د وسله والو طالبانو په یوه قرارګاه باندې په لاره اچول شوي وو.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د مولوي سیف الله پر قرارګاه باندې په هدفي برید کې د وسله والو طالبانو شپږ قرارګاوې زیانمنې شوي او یوه زیاته اندازه وسلې او مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته لویدلي دي.
د یوه بل خبر له مخې د ملې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د تیرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د هېواد د امنیتي ځواکونو د ګډو عملیاتو په پایله کې د هېواد په مختلفو سیمو کې ۶۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي دي چې په دې عملیاتو کې ۲۵ تنه ټپیان شوي او د ۲ داعش ترهګرو په ګډون ۴ تنه نور نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې په دغه عملیاتو کې په کاپیسا،کونړ،میدان وردګ،کندهار،هرات،بادغیس،فاریاب،بلخ او هلمند ولایتونو کې د وسله والو طالبانو قرارګاوې په نښه شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.