د امریکا په یوه بانک کې په ډزو کې د پنځو تنو وژل کیدل
د امریکا د فلوریدا ایالت په یوه بانک کې ډزو د ۵ کسانو ژوند واخیست.
د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې د راپور له مخې،یو بریدګر نن سهار( سلواغې ۴) په داسې حال کې چې خپل ځان یې د فلوریدا ایالت د سبرینګ ښار په یوه بانک کې بندي کړی وو په دغه بانک کې په موجوده خلکو ډزي کړي دي.
پولیسو ویلي دي چې د بریدګر شخص د ډزو په پایله کې ۵ تنه وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې تورن کس ۲۱ کلن «زیفن ژاور» نومیږي او د وژنو وروسته یې خپل ځان تسلیم کړی دی.
د فلوریدا پولیسو ددې پیښې د اصلي لامل په اړه مالومات ورکړی نه دي.