ننګرهار کې ۲۷ داعشیان وژل شوي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2018/12/20ECD663-DB34-433E-A487-EF7057BBACC9_w1200_r1_s.jpg)
د ننګرهار چارواکي وایې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل د ۲۷ نورو داعشیانو سره ووژل شوي او څلور مرکزونه یې تخریب شوي.
د ننګرهار د والي ویاند خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ مامند درې په شلخي کلي کې د صفر دوه ځواکونو له لورې تېره شپه هوایي او ځمکني عملیات ترسره شوي،چې په ترڅ کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل او یو شمیر قوماندانانو په ګډون ۲۷ داعشیان وژل شوي او د دوې څلور مهم مرکزونه تخریب شول .
د خوګیاڼي په خبره په وژل شوو کسانو کې د داعش ډلې د استخباراتو مسؤل صدیق یار اورکزی،په اچین کې د جګړې مسؤل سعید عمر،شاهد او حادیه اورکزی هم شامل دي .
خوګیاڼی زیاتوي په ترسره شوو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .