4 سوه کیلو ګرامه نشه یې توکې ونیول شول

د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې تیر مازیګر ننګرهار ولایت د سره رود ولسوالۍ او د جلال اباد ښار په شپږمې ناحیې سیمو کې د ملي پولیسو د ځآنګړو عملیاتو په ترڅ کې ۳۹۵ کیلو ګرامه نشه یې توکې چې په دیر مهارت ځآی پر ځای شوي وو، د دوو تنو تورنو سره یو ځای ونیول شول .

د یو بل خبر له مخې د سیلاب قول اردو قوماندانۍ د خبر له مخې د ملي امنیت اړوند صفر دوه قطعې د شیرزادو په مرکیخیلو سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو وسله وال طالب وژلی او د مخالفینو پنخه مرکزونه یې تخریب کړي دي.

په همدې حال کې امنیتي ځواکونو په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال پنخه حلقې د وسایطو ضد ماینونه کشف او لمنخه وړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *