د دهنه غوري د سیمه ایزو پولیسو قومندان و وژل شو
د بغلان ولایت د دهنه غوري ولسوالۍ د سیمه ایزو پولیسو قومندان دخپل کور سره نژدې د وسله والو طالبانو له لورې وژل شوی دی.
د بغلان امنیه قومندان اکرام الدین سریع وایې، چې سلیم کوچی تیره شپه د وسله والو طالبانو په یوه برید کې د خپل کور سره نژدې په پلخمري ښار کې وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره په دغه پیښه کې دسلیم کوچي یو ساتونکی هم وژل شوی دی.
وسله والو طالبانو د دغه برید مسولیت په غاړه اخیستی او ویلې یې دي، چې تیره شپه د کابل ـ کندز په لویه لاره په برید کې د سلیم کوچي په ګډون ۶ پولیس وژل شوي دي.