د بغلان نوماند وکیل له یوې چاودنې ژوندی ووت

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې یو نوماند وکیل په یوه موټر کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو له چاودنې څخه ژوندی ووت ؛مګر دوه تنه ساتونکي یې ټپیان شوي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،دغه پیښه نن سهار ( لیندۍ ۲۸) د پلخمرې ښار د دوصد کوتي په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوي چې د بغلان د نوماند وکیل محمد ظریف په موټر کې ځای پر ځای شویو چاودیدونکو توکو چاودنه وکړه.

عینې شاهدان وایي چې په دې پیښه کې نوماند وکیل ته کوم زیان نه دی رسیدلی او یوازې د نوموړې دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

مګر محمد ظریف د خاور میانه خبرې اژانس سره په خبرو کې څرګنده کړه چې په دې چاودنه کې د ده یو ساتونکی ټپي شوی او پخپله ورته زیان رسیدلی نه دی.

لا تر اوسه کوم یو شخص یا ډلې ددې برید مسوولیت په غاړه اخیستی نه دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *