ننګرهار کې چاودنې ۱۱ ملکي وګړي وژلي
د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت په اچین ولسوالۍ کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل؛ د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ مامند درې په سیمه کې نن له غرمې مخکې شاوخوا ۱۱ بجې د (میزان میاشتې ۲۹) د ملکي وګړو په سراچه موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې.
خوګیاڼي زیاتوی چې له امله یې د یوې میرمنې او ۶ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي دي .