د ټاکنو له ترسره کیدو وړاندې د یو شمېر نوماندانو نومونه لرې کیږي
د ټاکنو د شکایاتونو کمیسیون په داسې حال کې ولسي جرګې ته د یو شمېر نوماندانو د نومونو د لرې کیدو خبر ورکوي چې د ټاکنو ترسره کیدو ته له درې ورځو کم وخت پاتې دی.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د ټاکنو د شکایتونو د کمیسیون مسوولینو ویلي دي چې ددوې څیړنې ښایي چې د پارلماني ټاکنو یو شمېر نوماندان د ټاکنو په شرایطو برابر نه دي او د ټاکنو له ترسره کېدو مخکې یې د نومونو د لرې کیدلو زیات احتمال موجود دی.
د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون وایي چې د پارلماني ټاکنو لپاره یو شمېر نوماندان د غیر مسووله وسلوالو پر ډلو پورې تړلي دي او ځینې یې د پارلماني ټاکنو لپاره قانوني عمر نه لري.
دې کمیسیون په دې اړه چې د دوې په څیړنو کې څومره نوماندان شامل دي څه نه دي ویلې مګر ټینګار یې کړی دی چې که چیرته څوک په شرایطو برابر نه وي د پارلماني ټاکنو لپاره د نوماندانو له فهرست څخه به وویستل شي.
د ټاکنو ترسراوې ته له دریو کمې ورځې پاتي دي او ټول نوماندان په خپلو ټاکنیزو مبارزو کې مشغول دي.