د امریکا سره د ایران د یوې بلې حقوقي شخړې پیل

د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ په عالې محکمه کې ایران د امریکا سره یوې نوې شخړې ته داخلیږي.

د خاور میانه خبرې اژانس د نړیوالې برخې ،د راپور له مخې،ایران نن ورځ( تله ۱۶) د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ په عالې محکمه کې د امریکا د متحده ایالاتو سره یوه نوې حقوقي دعوه پیل کوي.

ویل کیږي چې دغه شخړه د امریکا له لورې د میلیاردونو ډالرو د بندیدو لپاره ده او په دې سره کولای شي د نړیوالې ټولنې سره د امریکا اړیکې زیانمنې کړي.

هر څومره چې د ” مودت “د تړون پر اساس پر امریکا باندې د ایران شکایتونه تنظیم شوي دي چې دغه تړون په ۱۹۵۵ کال کې د دغه دواړو هېوادونو له خوا لاسلیک شوی وو؛ مګر تیره اوونۍ د امریکا جمهور رییس ډونالډ ټرمپ ددې اعلان تر څنګ چې د ” مودت” له تړون څخه وځي ویي ویل چې په دې نړیوال تړون کې د دوې شتون د اسامبلۍ حقوقي پریکړې په ځنډ کې اچوي.

ویل کیږي چې لا تر اوسه پورې معلومه نه ده چې واشنګټن به څه ډول وکولای شي چې د ملګرو ملتونو د اسامبلۍ په دیوان کې د ده پر وړاندې حقوقي دوسیې ځواب کړي.

د قضا نړیوال دیوان نن ورځ په داسې حال کې د نوې اعتراض د اوریدلو لپاره جلسه ورکوي چې همدې محکمې یوه اوونۍ وړاندې امریکا پر تهران باندې د نویو بندیزونو په لګولو سره غندلې وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *