ننګرهار کې چاودنې ۹ تنو ته مرګ زوبله اړولې.
د ننګرهار ولایت چارواکي د دې ولایت د خوکیاڼیو په والسوالۍ کې د یوې چاودنې خبر ورکوي.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې نن پنج شنبه د ( تلې۱۲ ) له غرمې ورورسته شاوخوا دوه بجې د خوګیاڼیو ولسوالۍ د کږۍ بازار کې چاودنه رامنځ ته شوې چې ۹ تنو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د پیښې د تایید په اړه خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: د خوږیاڼو ولسوالۍ کږې بازار کې نږدې دوه بجې د ولسي تړون ملاتړې برګ مؤسسې په دفتر کې چاودنه شوې، چې په پایله کې دوه تنه وژل شوي،څلور میرمنې او درې نارینه ټپیان شوي دي