په جوزجان کې د ۲۳ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو د د ۲ کسانو نیول کېدل

د جوزجان ولایت امنیتي ځواکونو خبر ورکړی دی، چې د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د شبرغان د ښار په مربوطاتو کې د ۲۳ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تړاو ۲ تنه نیولي دي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د جوزجان د امنیت امر کمال الدین یاور وویل: چې د فاریاب د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو د شبرغان ښار د سلطان کوټ څخه تیریدونکي کمربند کې ۲۳ کیلو ګرامه تریاک کشف او ظبط کړي دي او په تړاو یې دوه تنه هم نیولي دي.

د جوزجان د امنیت د امر په وینا،دغه اندازه مخدره توکې په یوه سراچه ډوله موټر کې ځای پر ځای شوي وو، چې قاچاق کوونکو یې د فاریاب ولایت د اقچې ولسوالۍ ته د لیږدولو نیت درلود

. یاوري همدارنګه زیاته کړه، چې د جوزجان ولایت د مخدره توکو سره د مبارزې پولیس د مخدره توکو د کشف او نیول کیدو لپاره له هیڅ نوعه هڅو څخه دریغ نه کوي او په دغه ولایت کې د مخدره توکو قاچاقبرانو ته د دغه موادو د قاچاقو هیڅ ډول فرصت په لاس نه ورکوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *