په ننګرهار کې موټر بم چاودنې یو قومي مشر د کورنۍ له دریو غړو سره و واژه

د ننګرهار چارواکي د دې ولایت روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ په سیمه کې د یوه موټر بم چاودنې خبر ورکوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼی خاورمیانه خبري اژانس ته وویل دننګرهار ولایت روداتو ولسوالۍ د کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې نن د اسد د میاشتې په ۸ نیټه ماښام نږدې شپږ نیمې بجې د موټر بم چاودنې په ترڅ کې قومی مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات خان د خپلې کورنۍ له درې نورو غړو سره یو ځای وژل شوي او یو زوی یې سطحي ټپي شوی دی.

د غه پېښه هغه مهال رامنځته شوه،کله چې حاجي حیات خان له کوټ ولسوالۍ څخه جلال آباد ښار ته پر لاره وو،چې د روداتو کابل کمپ سیمې په مربوطاتو کې پرې ځآنمرګي برید ګر د ډینا موټر په وسیله موټر بم چاودنه وکړه .

په دې پېښه کې قومي مشر او د ولسي جرګې نوماند حاجي حیات او د ده د کورنۍ درې غړي چې د نوموړي ساتونکې ؤ و وژل شول او د هغه یو زوی سطحي ټپي شوی دی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *