د جمهور رییس سره ۱۴ میاشتې وروسته د جنرال دوستم لیدنه

د جمهور رییس لمړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د ۱۴ میاشتو وروسته نن د دوشنبې په ورځ( زمري ۸ مه) له غرمې مخکې د هیواد له جمهور رییس محمد اشرف غني سره خبرې اترې او لیدل ترسره کړل.

د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې ،د جمهوري ریاست لمړي معاون جنرال عبدالرشید دوستم نن له غرمې مخکې د جمهور رییس،سرور دانش او ډاکټر عبدالله عبدالله سره د جمهورې ریاست په ارګ کې لیدنه وکړه.

ویل کیږي چې په دغه پټه لیدنه کې د نظام الدین قیصاري د خوشې کولو،راتلونکو ټاکنو،د سولې د مذاکراتو او د هیواد د سیاسي ستونزو په اړه خبرې اترې ترسره شوې دي.

له پله پلوه هم ځینې راپورونه رارسیدلي دي چې د ولسمشر او جنرال دوستم لیدنه نوموړې ته د لمړې مرستیالۍ د ټولو صلاحیتونو بیرته ورسپارلو او همدارنګه د قیصاري پر ازادولو څرخیده چې لا تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه خپل نظر څرګند کړی نه دی.

دا په داسې حال کې ده چې نظام الدین قیصاري اوس مهال د ملې امنیت په بند کې شپې ورځې تیروي مګر جنرال دوستم افغانستان ته د را دننه کیدو وروسته څرګنده کړې وه چې که چیرته قیصاري ازاد نه شي د هیواد د شمالي ولایاتو د اوسیدونکو اعتراضات به له سره پیل شي او نوموړی به ددویم ځل لپاره ترکیې ته ولاړ شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *