په سوریه کې ترهګرو اردو جوړه کړې ده

د آلمان رسمي خبرې آژانس په سوریه کې د موجودو ترهګرو له لورې د سوریې د فوځ پر وړاندې د مقابلې لپاره په داسې حال کې د نوې فوځ د جوړولو خبر ورکړی دی چې ددغه هیواد امنیتي ځواکونه د ادلب د ښار څخه د ترهګرو د پاکولو لپاره چمتو والی نیسي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې، په داسې حال کې چې د سوریې فوځ د ادلیب د ښار د پاکوالي او بیرته نیولو لپاره خپل ځان چمتو کوي د سوریې په شمال کې موجود ترهګر د سوریې د فوځ پر وړاندې د یوه جنګي ځواک د جوړولو په حال کې دي.

ویل کیږي چې په رامنځته شوی ځواک کې د سوریې د تحریرجبهه،النصره،الحبهه الوطنیه،جیش ادلب الحر او جیش اسلام پکې شامل دي چې شمېر یې ۷۵ زرو تنو ته رسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې د سوریې فوځ د څو اونیو راهیسې د درعا ښار د پاکولو عملیات پیل کړي دي او لا تر اوسه یې په لسګونو کلې د ترهګرو له شتون څخه پاک کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *