ایران څخه د ټرمپ اندیښنه/ امریکا ددغه هیواد سره د مبارزې لپاره د عربي ناټو ایتلاف د رامنځته کولو په هڅه کې

 راپورونه رارسیدلي دي چې د امریکا دولت د ایران هیواد د سیاستونو سره د مبارزې لپاره د عربي ناټو په نوم د یوه ایتلاف د جوړولو په لټه کې دی.
د خاور میانه خبرې آژانس د راپور له مخې،یوې انګریزي رسنۍ نن شنبه(زمري ۶) سهار د څلورو سرچینو په نقل دعوه کړیده چې آمریکا د یوې بې جنجاله طرحې په پر مخ وړلو سره د عربې ناټو په نوم یوه امنیتي ایتلاف رامنځ کوي چې د فارس خلیج د همکارۍ د غړیتوب شورا،مصر او اردن پکې شامل دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله مند دی چې په هغه ناسته کې چې د اکتوبر په ۱۲ او ۱۳ نيټو باندې په سپینه ماڼۍ کې ترسره کیږي په ځانګړي ډول ددې ایتلاف په اړه سلا مشورې کوي او ددې ایتلاف لنډمهاله نوم منځنی ختیځ انتخاب شوی دی.
د تړون څخه د وتلو وروسته ټرمپ په ایران باندې د فشار راوړلو لپاره اقدامات پیل کړي دي چې ددې ډول کړنو او فشارونو موخه د امریکا سره د نوې تړون د مذاکرې لپاره د ایران مجبوره کول دي.
په همدغه حال کې د سپینې ماڼۍ د ملې امنیت یو ویاند ویلي دي چې د عربو د ناټو ایتلاف د ایران د ترهګرۍ،تیرې او د ایران د هیواد افراطیت چې منځني ختیځ ته به تل پاتې سوله راولې.
په همدغه حال کې د ایران یوه لوړ پوړي چارواکي رسنیو ته ویلي دي چې”امریکایان او متحدین یې په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځته کولو په پلمه په منځني ختیځ کې موجود تشنج ته لمن وهي او ستونزې جوړوي چې دغه اقدامات په سیمه او عربي هیوادونو کې د ایران او د هغې د متحدینو تر مینځ د امریکا د تعقیب لاندې د ناپراخه واټن سبب نه ګرځي.
” دا په داسې حال کې ده چې ایران څو ورځې وړاندې په یوه بې ساري ګواښ سره امریکا ته وویل چې بیا ځل د زمري سره لوبې ونه کړئ پښیمانه به شئ چې د ایران دې ګواښ د امریکا ویره دوه چنده زیاته کړه او ټرمپ یې غبرګون ښکاره کولو ته مجبور کړ.‎

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *