کرزي د لوې ملې ائتلاف څخه خپل ملاتړ څرګند کړ

د هیواد د پخواني جمهور رییس،حامد کرزي مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره د لوې ملې ائتلاف د رامنځته کیدو او د هغې له موخو څخه ملاتړ اعلان کړ.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د هیواد د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر رییس تیره ورځ ( زمري۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې ډول ایتلافونو رامنځته کیدل

د هیواد په کورنیو چارو کې د پردیو لاسونه لنډوي او د بهرنیو له لورې د بې اتفاقۍ جلو نیسي.

په دغه اعلامیه کې راغلي دي چې” د افغانستان د لوې ملې ائتلاف له موخو څخه چې د مختلفو سیاسي ګوندونو،مدني ټولنو،د خلکو د شوراګانو او د مختلفو ولایاتو د نماینده ګانو په ګډون رامنځته شوی دی او د افغانانو تر مینځ د ورورولۍ د پیاوړتیا او د رڼو او عادلانه ټاکنو د ترسراوې لپاره هڅې کوي ،خپل غوځ ملاتړ اعلانوم”.

د افغانستان لوې ملې ائتلاف د پنجشنبې په ورځ( زمري ۴ مه) د ملې جنبش ګوند د مشر عبدالرشید دوستم،د جمعیت اسلامې ګوند د مشر صلاح الدین رباني،د افغانستان د خلکو د اسلامې جمعیت د ګوند مشر محمد محقق،د نوې جبهې د ګوند د مشر انوار الحق احدي،د ملې محور د ګوند د مشر رحمت الله نبیل او نورو سیاسې شخصیتونو په مشرۍ په کابل کې د یوې غونډې په اوږدو کې خپل موجودیت اعلان کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *