اروپایي ټولنه: مونږ د اسرائیل له لورې د فلسطین په اراضۍ تصرف په رسمیت نه پیژنو

د اروپایي ټولنې د بهرني سیاستونو مسوول ویاند وایي مونږ د اسرائیل له لوري د فلسطین د ځمکې د اراضۍ د نیولو فیصله په رسمیت نه پیژنو.

د اروپایي ټولنې د خارجي سیاستونو د مسوول فدریکا موګریني ویاند مایا کوتسیانچیچ څرګنده کړه چې اروپایي ټولنه هغه سیمې چې اسراییل په ۱۹۶۷ کال کې نیولي دي په رسمیت نه پیژني او هغه د فلسطین د ځمکې جدا برخه بولي.

نوموړي همدارنګه په نوې قانون کې داسرائیل د رژیم د کالیو د تولید د صنعتي پارکونو باندې د بندیز په اړه د ایرلینډ د سنا مجلس وړاندیز ته په اشارې سره زیاته کړه چې مونږ د ایرلینډ ددې قانوني کړنې ملاتړ کوو او په داومدار ډول یې تعقیبوو.

ویل کیږي چې د اسرائیل د رژیم د کالیو په تولید د بندیز قانون تصویب دغه رژیم خپه کړی دی او په تل اویو کې یې د ایرلینډ د سفارت د بندیدو غوښتنه کړیده. دا په داسې حال کې ده چې د ایرلینډ سنا مجلس تیره اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د فلسطین د ملت څخه د ملاتړ په لړ کې د اسرائیل د رژیم د لورې د تولید شویو کالیو د بندیز په اړه نوی قانون تصویب کړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *