د عراق اته اوسیدونکو اعدام او مثله کوول د داعش ترهګرې ډلې له لورې

د عراق اطلاع رسونې مرکز د داعش ترهګرې ډلې له لورې په دغه هیواد کې د عراق د ۸ غیر نظامي اوسیدونکو د اعدام خبر ورکړی دی.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د عراق د پولیسو د اطلاع رسونې مرکز تیره ورځ چهارشنبه د سرطان په ۶ د یوې اطلاعیې په واسطه اعلان کړه چې دداعش یوې ترهګرې ډلې ددې هیواد اته تنه اوسیدونکي یرغمل کړې ،وروسته له شکنجې څخه یې مثله کړي او په دار ځړولي دي او وروسته یې ددغه هیواد د شمال د کرکوک په دیاله سړک کې غورځولي دي.

د لمړنیو څیړنو څخه جوتیږي چې ددغه کسانو له وژل کیدو څخه څو ورځې تیرې شوي دي او همدارنګه د دوې څخه شپږ تنه هغه یرغمل شوي کسان وو چې څو ورځې وړاندې د کربلا په سیمه کې دداعش ترهګرې ډلې له لورې تښتول شوي وو.

ددې اطلاعیې پر بنیاد داعش ترهګرې ډلې ددې یرغمل شویو کسانو د خلاصون په اړه د خبرو وخت نادیده ګڼل دا راښایي چې دا ډله د جرم برخه،جنایت قتل او وژنې څخه علاوه بل هیڅ یو اصل ته ژمنه نه ده.

دا په داسې حال کې ده چې د داعش ترهګرې ډلې څو ورځې وړاندې په ټولنیزو شبکو کې د یوې ویډیو په خپرولو سره ګواښ کړی وو چې په عراق کې دداعش د څو ښځینه زندانیانو د ازادولو په صورت کې به دغه بندیان ازاد کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *