د کابل په دروازو کې جګړې؛ وسله والو کسانو د کابل د ۱۳ حوزې په یوې پوستې برید ترسره کړی دی

نن د چهارشنبې په ورځ سهار مهال (غویي ۵) د وسلوالو کسانو ډلې د کابل ښار په کمپنۍ سیمه کې د دیارلسمي حوزې اړوند په یوې امنیتي پوستې برید کړی دی چې په پایله کې ۳ تنه پولیس ټپیان شوي دي.

د کابل د قومندانۍ د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي خاور میانه خبرې اژانس ته ددې پیښې د تایید تر څنګ وویل چې په دې برید کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې عینې شاهدان د ۳ پولیسو د وژل کیدو خبر ورکوي.

یوې سرچینې خاور میانه خبرې اژانس ته ویلي دي چې نن سهار وسله والو کسانو ډلې د کمپنۍ پل ته نژدې پوسته باندې برید ترسره کړ چې د امنیتي ځواکونو سرع له یوه ساعت جګړې کولو وروسته وتښتیدل.

ددې سرچینې د خبرو له مخې د برید په اړه یې د ګذر وکیل ته خبر ورکړی دی ،د ګذر وکیل د ۱۳ حوزې سره اړیکه نیولي ده مګر د حوزې د امر شمېره بنده وه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *