کرزی: په افغانستان کې د امریکا د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې تګ لارې ماتي خوړلي ده

د افغانستان پخواني ولسمشر وویل په کابل کې د داعش ترهګرې ډلې وروستی برید دا جوتوي چې په افغانستان کې د امریکا د ترهګرۍ د ختمولو نوې ستراتیژې ګټوره نه ده تمام شوي.

د افغانستان پخواني جمهور رییس اعلان کړه چې امریکا په افغانستان کې نه منونکي ماتي خوړلي ده باید چې دا واقعیت ومني،نوموړي ددې مطلب په خپرولو سره زیاته کړه چې دی نن ورځ په افغانستان کې د امریکا د حقیقي سیاستونو د مخالفینو څخه دی او دا ددې مخالفي تګلارې په سبب له غرب سره نه وي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې چې د تسنیم څخه یې رانقل کړي دي ،حامد کرزي چین ته په اشارې وویل که چیرته امریکا په دې نه شي توانیدلی چې په پاکستان کې د ترهګرۍ معضله حل کړي غوره ده چې دا مسوولیت د هند په غاړه واچوو تر څو د چین او روسیې سره د خبرو له لارې دې کار ته لاس رسې وکړي.
هغه زیاته کړه چې روسیه او چین هم له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي او د هند لمړی وزیر باید د شانګهای په غونډه کې دا موضوع روښانه کړي ځکه چې روسیه،هند او چین په سیمه کې د ګډو ګټو درلودونکي دي او کولای شي د ترهګرۍ د ماتولو سبب وګرځي.

ویل کیږي چې په پام کې ده د هند لمړی وزیر د چینایي مقاماتو سره په لیدنه کې په خاص ډول د چین د مخالفینو د سرغړونو په اړه د مسعود اظهر په څیر په نورو سرغړونو خبرې وکړې.

حامد کرزي زیاته کړه چې د څو کالو په تیریدو سره د افغانستان وضعیت تغییر نه دی کړی او امریکا په دې نه ده توانیدلي چې په څو تیرو شویو کلونو کې پاکستات دې ته متوجه کړي چې په افغانستان کې د ترهګرۍ د مبارزي لپاره وجنګیږي.
نوموړي ددې په څرګندولو سره چې داعش څه ډول په افغانستان کې را ښکاره شول زیاته کړه چې داعش د طالبانو د حکومت په زمانه کې یا زما د حکومت په دوره کې پیدا شوي نه دي؛ داعش څو کاله وړاندې په داسې حال کې په دې هیواد کې منځته راغلي دي چې امریکایانو په دې هیواد کې شتون درلود.
د افغانستان پخواني ولسمشر زیاته کړه چې په افغانستان کې د امنیتي وضعیت د خرابیدل په افغانستان کې د امریکا د غلطو سیاستونو ثمره ده ددې باوجود چې نړیواله ټولنه هم د امریکا سره په دې کار کې شریکه وه مګر هیڅ سره شریک نه شول.

له بله لورې د سیاسي چارو کارپوهان او څیړونکي په دې عقیده دي چې په په افغانستان کې د امریکا شتون ددې هیواد څخه د ترهګرۍ د ورکولو په هدف نه دی بلکه هڅه کوي چې د امنیتي وضعیت په خرابولو سره په دې هیواد کې د داعش ترهګرې ډلې لپاره ارام ځای جوړ کړي.

د افغانستان پخوانی جمهور رییس حامد کرزي د امریکا په ملاتړ ۱۴ کاله حکومت وکړ او د خپل کار په وروستیو ورځو کې یې د امریکا دمخالفت نغاره وټنکوله ،نوموړي همدارنګه د ملې وحدت د حکومت د جوړیدو څخه وروسته په کراتو کراتو روسیې ته سفر کړی دی او غوښتلي یې دي چې د روسیي مقاماتو ملاتړ خپل کړي چې لا تر اوسه بریالی شوی نه دی.
جمهور رییس کرزی د امریکا یو د مهمو ملاتړو څخه وو چې په افغانستان کې یې د کلونو په اوږدو کې د ترهګرۍ سره د مبارزې ترشا د تروریزم ملاتړ کړی دی او څو ځله داسې راپورونه رسنیو خپاره کړي دي چې کرزي د خپل واک پرمهال ویلي وو چې پر طالبانو سختې ونه کړي او همدارنګه نوموړي طالبانو ته په کراتو د وروڼو خطاب کړی دی چې د افغانستان د خلکو د غبرګون سبب ګرځیدلی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *