د داعش تروریستي ډلې په ننګرهار کې درې ورونه وژلې دي
تیره شپه د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ په تریلي سیمه کې د داعش تروریستي ډلې له خوا د یوې کورنې درې غړې وژل شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګیاڼي خاورمیانه خبري اژانس ته وویل: دغه پیښه تیره شپه رامنخ ته شوې ( د داعشیانو له خوا د ډاکتر نواب درې زامن چې نثار، نعیم او عبدالوهاب نومیږې په بې رحمانه ډول وژلې دي)
د خوګیاڼي په خبره وژل شو کسانو له دولت سره هیڅ ډول اړیکې نه درلودې.
د یادونې وړ ده چې د داعش تروریستي ډلې له دې وړاندې هم په ننګرهار کې یو شمیر قومي مشران، دیني علما او ځوانان په نامعلوم دلیل وژلي دي.