د جمعیت د رهبرۍ غړي د رای ورکوونکو د کم رنګه نوم لیکنې څخه اندیښنه لري

د افغانستان د جمعیت اسلامې ګوند د رهبرۍ غړي د رایي ورکونې د نوم لیکنې په بهیر کې د خلکو په بې پروایۍ اندیښنه څرګنده کړې ده.

د جمعیت اسلامي ګوند د رهبرۍ شورا چې تیره شپه( وری ۱) د صلاح الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې پکې د سیاسې ګوندونو په واسطه د انتخاباتي نظام د تعدیلولو په اړه بحث ترسره شو او د انتخاباتو لپاره یې د خلکو د نوم لیکنې په کم رنګۍ اندیښنه څرګنده کړه.ا

د جمعیت اسلامې ګوند ریس او ددې ګوند د رهبرۍ د شورا د غړو د تیرې شپې ناستې په خبرو کې په اوسني وخت کې د هیواد د عمومي وضعیت په موضوعاتو او پارلماني او د ولسوالیو د شورا ګانو د انتخاباتو،د نوم لیکنې په پروسې او په هیواد کې د انتخاباتي نظام د تعدیلولو لپاره د سیاسې ګوندونو لخوا بحث ترسره شو.
د راپورونو له مخې د جمعیت اسلامې ګوند د غړیو په دې ناسته کې د انتخاباتو په شفاف او سالم ترسره کیدلو او همدارنګه خلکو ته ددې پروسې په اړه په عامه پوهاوي او د خلکو په یو ځای کیدو ټینګار وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *