پاکستان خپلې نظامي پوستې د افغانستان له خاورې وباسي

د افغانستان او پاکستان د سرحدي ځواکونو په ګډه ناسته کې،د پاکستان د سرحدي پولیسو قومندانانو ژمنه وکړه چې کومې پوستې چې دوې د افغانستان په خاوره کې جوړې کړي ترې وځي.

د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې،د پاکستان سرحدي ځواکونو وروسته له هغې دغه ژمنه وکړه چې خپلې پوستې به د افغانستان له خاوري وباسي چې دافغانستان د سرحدي ځواکونو سره یې د اور بند پریکړه وکړه او د اوربند یو شرط دا وو چې د افغانستان له خاوري به خپلې پوستې وباسي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان سرحدي ځواکونه د کرښې د صفري نقطې څخه د افغانستان خاوري ته داخل شوي وو او افغان سرحدي ځواکونه ورسره په جګړه کې ښکیل شوي وو ،دغه نښتې په ډنډ پټان او ځاځي میدان ولسوالۍ کې صورت نیولې وو چې په پایله کې دواړو لوریو په اوربند موافقه وکړه.
ددواړو سرحدي لوریو په ګډه ناسته کې د افغانستان د سرحدي لوري د دویمي لوا رییس ارکان وویل: تاسي د افغانستان په خاوره کې ځینې پوستې جوړي کړي دي؛ راځئ چې دا پوستې له نږدې وګورو او شاته یې ویسو.

ویل کیږي چې د پاکستان سرحدي ځواکونو هم ژمنه کړیده چې د افغانستان په خاوره کې له جوړیو شویو پوستو څخه به ځواکونه وباسي او پوستې به د افغانستان ځواکونو ته ورکړي.

د راپورونو له مخې پاکستاني ځواکونو هم له افغان نظامیانو غوښتي دي چې هغه نظامیان چې درې ورځې وړاندې د خوست ولایت په ځاځي میدان ولسوالۍ کې د افغان نظامیانو سره په نښته کې نیول شوي دي بیرته پاکستان ته وسپاري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *