وسلوالو غلو د کابل ــ غور د لوې لارې په اوږدو کې د ۲۰۰ مسافرو مالونه غلا کړي دي.

وسلوالو غلو تیره شپه ( وری ۱۴) د کابل ـ غور په لویه لاره ۲۰۰ مسافر وهلي دي او د هغوې مالونه یې غلا کړي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور له مخې د غلا دغه پیښه د بامیان ولایت د پنجاب ولسوالۍ د ” خارقول” کوتل په سیمه کې صورت نیولی دی.
څلور تنو وسله والو غلو چې ویل کیږي د غور ولایت د اشترلي د ولسوالۍ اوسیدونکي دي د خارقول کوتل په سیمه کې یې ۱۰ پلاینکوچ نوعه مسافر وړونکي موټرې ودرولي دي او د مسافرو د وهلو او ټکولو وروسته یې د هغوې مالونه له ځانه سره وړي دي.
وسله وال غله وخت ناوخت د کابل ـ شمال ،کابل ـ بامیان او نورو ولایتونو په لویو لارو کې د مسافرو د ازار او تکلیف سبب ګرځي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *