یمن د عربستان څو هوایي ډګرونه د توغندیز برید هدف ګرځولي دي

د یمن توغندیزو جزوتامونو د ابوعقیل په نامه عملیاتو کې د سعودې عربستان یو څو هوایي ډګرونه تر هدف لاندې نیولي دي.
د خاور میانه خبرې اژانس د راپور په اساس چې العالم په استناد یې خپور کړی دی د ټولنیزو شبکو کاروونکو په ریاض کې د زورورو چاودنو د غږونو د اوریدو خبر ورکړی دی.د سعودي ځینو رسنیو ادعا کړیده چې ددې هیواد د توغندیز دفاعي سیستم د ریاض په شمال ختیځ کې یو توغندی لیدلی دی او د هدف لاندې یې نیولی دی.
د راپورونو پر اساس،د یمن د توغندیزو جزوتامونو اعلان کړی دی چې د انصارالله د ډلې د وعدې د سرته رسولو په خاطر یې څو بالیستیکي توغندي په عربستان کې په هدفونو توغولي دي.
د یمن توغندیزو جزوتامونو ددې په روښانه کولو سره ددې عملیاتو نوم ابوعقیل یاد کړی او ویلي دي چې توغول شوي توغندي د برکان اچ۲ ،بدر او قاهر۲ له ډولونو څخه وو او موخه یې د عربستان په ریاض ښار کې د ملک خالد هوایي میدان،په عسیر کې د اوبو هوایي ډګر،د جیزان هوایي ډګر او د عربستان لویدیځې سیمې وې.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *