د وسلوالو مخالفینو د دوو مشهور قوماندانانو په ګډون ۶ تنه وژل شوي او ۳ مشکوک ژوندي نیول شوي

د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک خاورې میانه خبري اژانس ته وویل: تېره شپه افغان ځانګړو ځوااکونو د الینګار ولسوالۍ اړوند د پړوايي او وټه جبارخیل په سیمو کې خاص هوايي او ځمکني عملیات کړي، چې په دغو عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو د دوو ځايي مشهورو قوماندانانو بریالي او داوود تر څنګ د دوی څلور تنه افراد هم وژل شوي دي او ۳ تنه مشکوک افغان ځانګړو ځواکونو له ځانه سره ژوندي بیولي دي.

د وسلوالو مخالفینو یادو قوماندانانو د الینګار ولسوالۍ په بېلا بېلو سیمو کې له ډېره وخته راهیسې تروریستي کړنې تر سره کولې، چې له وړاندې د ملي امنیتي ځواکونو تر څار لاندې ول او تېره شپه د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې له مینځه یوړل شول.

په دغو عملیاتو کې د مخالفینو په ډزو کې یو تن ملکي وګړی هم په وژل شوی دی.
د یادونې ده چې په دې عملیاتو کې ځانګړو ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې رسنیو ته څه نه دي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *