په کابل کې چاودنې ۲ تنه وژلې او ۳ تنه یې ټپیان کړیدي
![](https://middleeastpress.com/pashto/wp-content/uploads/sites/4/2018/03/انفجار-کابل.jpg)
نن شنبه ( د حوت په ۲۶) سهار شاوخوا ۹ بجې یوه ځان وژونکې له ځان سره چاودیدونکو توکو ته د پولیسو د ۹ حوزې مخې ته چاودنه ورکړې.
د خاورمیانه خبري اژانس د خبر له مخې، په دغه ځانمرګي برید کې دوه تنه ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان شوي دي.
د دغې چاودنې نوعیت موټر بم وه او تر اوسه پورې د دې پیښې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.