په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو دوه غړي په څادرۍ کې نیول شوي دي

د فاریاب پولیس وایي،د وسله والو طالبانو دوه غړي چې په تېر یوه کال کې یې یو شمېر امنیتي ځواکونه او قومي مشران وژلي وو د امنیتي ځواکونو لخوا د فاریاب ولایت په قیصار ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
د فاریاب د پولیسو مطبوعاتي دفتر نن شنبه( کب ۱۰) په رالیږل شوي مطبوعاتي خبرپاڼه کې وایي،د فاریاب ولایت د غورماچ او المار ولسوالیو دوه تنه اوسیدونکو قاري عطاءالله او قاري غلام نبي قصد درلود چې د ښځو د څادرۍ څخه په استفادې د قیصار ولسوالۍ په بازار کې په امنیتي ځواکونو حمله وکړي ونیول شول او له هغوې څخه یو میل کلاشینکوف او یوه اندازه جنګي وسایل هم لاسته راغلي دي.
په خبرپاڼه کې ددغه کسانو د نیول کیدو دقیق وخت نه دی ښودل شوی.
خبرپاڼه زیاتوي،دغه کسانو په لومړنیو تحقیقاتو کې په خپل جرم اعتراف کړی دی او اقرار یې کړی چې په تیر یوه کال کې یې په فاریاب ولایت کې یو شمېر امنیتي ځواکونه او مخور شخصیتونه وژلي دي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې زیاته شوي ده چې د وسله والو طالبانو د ډلې له لوري د دولت اباد ولسوالۍ د لارې په اوږدو د بازار قلعه په کلې کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې کې درې تنه چوپانان ټپیان شوي دي او ددې ولایت په المار ولسوالۍ کې ددې ډلې دوه ځای پر ځای شوي ماینونه شنډ شوي دي.
د یوې اوونۍ راهیسې د فاریاب ولایت په زیاتو برخو کې د نوید په نوم عملیات دوام لري چې امنیتي ځواکونه یې د لاسته راوړنو ډک بولي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *