پنځه وسله وال مخالفین ووژل شول او د داعشیانو د مهماتو پاتې شوې ډیپو وموندل شوه
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي خاورې میانه خبري اژانس ته وویل دننګرهار ولایت په مومندرې،نازیانو او کوټ ولسوالیو کې د خپل منځې نښتو په ترڅ کې ۵ وسله وال مخالفین ووژل شول،د ځآنمرګي برید په موخه چمتو شوی واسکټ د یو وسله وال طالب سره یو ځای ونیول شوه او د داعشیانو څخه پاتې شوې ډیپو وموندل شوه .
خوګیاڼی زیاتوي د نازیانو ولسوالۍ په پیتاوې مورګۍ سیمه کې د دوو مخالفو وسله والو ډلو ترمنځ د خپل منځې نښتې په ترڅ کې ۵ مخالفین وژل شوي او ۲ نور ټپیان دي .
همدا راز د مومندرې ولسوالۍ په هدیرې کلي سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې تېره شپه د ځآنمرګي برید په موخه برابر شوی واسکټ د یو تن وسله وال طالب سره یو ځای نیول شوی دی .
په ورته وخت کې د کوټ ولسوالۍ په لاغړجو سیمه کې د داعشیانو څخه پاتې شوې ډیپو امنیتي ځواکونو موندلې،چې په کې ۱۵ لوی او واړه ماینونه او نور توکې تر لاسه شوي دي.