د افغانستان پاسپورټ د ۱۰۵ هیوادونو تر منځ وروستې مقام تر لاسه کړ

د”هنلي پارتنر” په نوم یو امریکایي شرکت چې د هیوادونو د پاسپورټونو ځانګړتیاوي څیړي،په تازه څیړنو کې،یو وار بیا دافغانستان پاسپورټ ته وروستی مقام ورکړی دی.
د هنلي پارټنر شرکت د څیړني پر اساس؛ سومالیا د ۳۲ امتیازونو په لرلو سره ۱۰۱مقام،پاکستان د ۳۰ امتیازونو په خپلولو سره ۱۰۲ مقام ،سوریه د ۲۸ امتیازونو په اخیستلو سره ۱۰۳،عراق د ۲۷ امتیازونو په اخیستلو سره ۱۰۴ مقام او افغانستان د ۲۴ امتیازونو سره ۱۰۵ مقام یا تر ټولو اخرني مقام اخیستی دی.
د جاپان او سینګاپور هیوادونو د ۱۸۰ امتیازونو په اخیستلو سره لمړنی مقام ګټلی دی،د جرمني هیواد د ۱۷۹ امتیازونو په ترلاسه کولو سره دویم مقام او فرانسه،ایټالیا،سپانیا،ډنمارک،فنلینډ،سویډن او جنوبي کوریا په دریمو مقامونو کې قرار لري.
همدارنګه،پرتګال،استرالیا،انګلستان،ناروي، او هالینډ د هغه هیوادونو د جملې څخه دي چې د ۱۷۷ امتیازونو په تر لاسه کولو سره په څلورم مقام کې قرار نیولی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *