په مزار شریف کې د دريو ځوانو انجونو اختطاف؛خلک ددغه ښار د امنیت په اړه اندیښمن کړي دي

د بلخ د ولایت په مرکز مزار شریف ښار کې بې امنیتي له هغې وروسته شروع شوي دي چې ددې ولایت د پخواني والي عطا محمد نور د ګوښه کیدو پر سر تشنج رامنځته شو او دغه جنجال اوس هم ادامه لري.
د پنجشنبې په ورځ یو وار بیا د پولیسو ددوه تنه اختطافچیانو سره وسله وال چلند چې ددغه ښار درې تنه ځوانې انجوني یې یرغمل نیولي وي ددغه ښار د اوسیدونو ارامې له منځه یوړه.
دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د تیرې پنجشنبې په ماذیګر (۳ حوت) درې ځوانې انجونې چې کورته رواني وي قصد درلود د ټوپک په زور موټر ته پورته کړې او هغوې اختطاف کړي د پولیسو د مقاومت سره مخ شول،دبلخ د پولیسو د ویاند په وینا د پولیسو په ډزو کې یو اختطاف کوونکی ووژل شو او یو بل تن د ټپي کیدلو وروسته د پولیسو منګولو ته ولوید.
د بلخ د پولیسو ویاند شیرجان دراني خاور میانه ته وویل، اختطاف شوې انجوني چې د پولیسو په واسطه ژغورل شوي دي اوس د مزار شریف ښار په امن خونو کې شپې تیروي.
هغه زیاتوي،هغه کس چې د پولیسو سره په مقاومت کې ټپي شوی دی د مزارشریف په یوه روغتون کې د پولیسو تر څار د رملنې لاندې دی او تر اوسه پورې ترې پلټنې نه دي ترسره شوي.
د بلخ د پولیسو ویاند ددغه اختطافچیانو د هویت په اړه جزیات ورنکړل ،ویي ویل هغوې غیر مسووله وسله وال کسان دي.
مګر راپورونه رارسول شوي دي چې دغه اختطافچیان چې یو یې ووژل شو او بل یې ټپي شوی دی ددې ولایت د بلخ د ولسوالۍ اوسیدونکي دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت وړاندې یو ځوانه انجلې د مزار شریف په ښار کې د رضوان مارکیټ د څلورم منزل څخه ځمکې ته راوغورځول شوه او مړه شوه.
د مزار شریف اوسیدونکي په دغه ښار کې د بې امنیتیو د شروع کیدلو سره اندیښمن شوي دي او وایي،هرکله چې وسله وال کسان په شخصي جامو کې د ښار په داخل کې لیدل کیږي د خلکو د ویرې سبب ګرځي.
محراب الدین ابراهیمي- د شمالي زون خبریال

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *