د افغان کلیمه ملې هویت دی او که قومي هویت؟

گزپه هغه نظر پوښتنه کې چې خاور میانه خبرې اژانس په بریښنایي پیژند پاڼو کې د افغان د کلمې د لیکلو په اړه ترسره کړیده ډیرې ګډونوالو په دې نظر پوښتنه کې ویلي دي چې افغان قومي هویت دی ملې هویت نه دی.
په دغه نظر پوښتنه کې چې د دوه زرو څخه زیاتو خلکو پکې ګډون کړی وو ۵۸% خلکو رایه ورکړې وه چې افغان قومي هویت دی او ۴۲% ګډونوالو دیته رایه ورکړی وه چې افغان ملې هویت دی.
د ولسمشر د تقنیني فرمان پرسر د بریښنایي پیژندپانو سره تړلی تشنج پیل شوی دی او دغه تشنج او جنجال ددې سبب شوی دی چې افغانستان د بحران په لوري نژدې شي.
دغه تقنیني فرمان د ولسې جرګې لخوا رد شو د مشرانو جرګې لخوا تایید شو او بیا دغه فرمان د یوه ګډ کمیسیون لخوا چې غړي یې پوره نه وو تایید کړای شو.
په ۱۳۹۲ کې د عدلیې وزارت د نفوسو د ثبتولو د مسودې قانون په اووه فصلونو او ۳۹ مادو کې د تصویب لپاره دنماینده ګانو مجلس ته وړاندې کړ او د نماینده ګانو مجلس په یوه میاشت کې دننه ټولې اختلافې مادې طرح او تصویب کړې.
مګر د ولسمشر لخوا د دې قانون توشیح کولو سره ۱۳۹۳ کال د میزان په میاشت کې د هیواد په مختلفو برخو کې اعتراضونو صورت ونیوه او غوښتنه یې کوله چې په بریښنایي پیژندپاڼه کې باید د دین او ملت کلمه ذکر شي.
د نفوسو دثبت او احوال قانون د شپږمې مادې د طرحې د تعدیل د غبرګونونو سره یو ځای د بربښنایي پیژند پاڼو د ویشلو په اړه تیر کال د کب د میاشتې په دولسمه نیټه د ولسمشر لخوا د یو تقنیني فرمان په اساس توشیح شو.
ددې فرمان په اساس د بریښنایې پیژندپاڼې پر مخ به دملت( افغان) پرته ،د خلکو قومیت(پښتون،تاجیک،ازبیک و…..) ولیکل شي.
حال دادی چې د سیاسیونو یوه کړۍ د ولسمشر غني ددې اقدام په مقابل کې راپاڅیدلي ديږه او ویلي یې دي چې بریښنایي پیژندپاڼې به وانخلې ،همدارنګه اجراییه ریاست هم دارګ ددې اقدام سره تړلې غبرګون ښکاره کړ او ویي ویل دافغانستان داسلامې جمهوریت اجراییه ریاست په دې باور دی چې د بریښنایي پیژندپاڼو ویش یوه لویه ملې قضیه ده ډېر دقت او بحث ته اړتیا لري تر څو د ملې اجماع او دوه جانبه توافق په صورت کې لاسته راشي.
اجراییه ریاست په دوام کې ویلي دي چې په دې اساس چې ملې اجماع او ټولیزه همغګي لاسته راوړو او ډیرو اختلافاتو مخه ونیول شي ،اجراییه ریاست غواړي چې د بریښنایي پیژند پاڼو د ویش لړۍ دې و ځنډول شي.
سره ددې ټول تشنج چې د حکومت په داخل او د حکومت څخه بهر راپیدا شوی دی ولې د تقنیني فرمان له مخې بریښنایي پیژندپاڼې وویشل شي؟

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *