شپږ داعش وسله وال ووژل شول اودهغوی یو شمیرپټنځایونه له منځه یوړل شول

د ننګرهار د امنیه قومندانې د مطبوعاتو امر حضرت حسین مشرقي وال خاورې میانه خبري اژانس ته وویل دننګرهارولایت هسکی مینې اواچین ولسوالی په مربوطاتو کی دهوایی او ځمکنیو بریدونوپه ترڅ کی شپږ داعش وسله وال ووژل شول، اودهغوی یو شمیر پټنځایونه تخریب اوله منځه یوړل شول.
د نوموړي په خبره تیره ورځ ناوخته ګډو امنیتی ځواکونودهسکی مینی ولسوالی چهاروازی، نری اوبه اورود خانی په ساحو کی دوسله والو مخالفینو دځپلو اوله منځه وړلو په موخه هوایی او ځمکنی عملیات ترسره کړی چی په ترڅ کی پنځه داعش وسله وال وژل شوی ، دهغوی دری پټنځایونه ، اویودنظامی تجهیزاتو، وسلو ، مهماتو، او اعاشوی موادوډیپو هم تخریب اوله منځه وړل شوی دی .
مشرقي وال زیاتوي تیره ورځ داچین ولسوالی دباندراړوند لیوانو کنډو په ساحه کی دبی پیلوټه الوتکی هوایی برید ترسره کړی چی په ترڅ کی یو داعش وسله وال وژل شوی .
دمعلوماتو له مخی په ترسره شووهوایی او ځمکنیو بریدونوپرمهال ملکی وکړواوامنیتی ځواکونو منسوبینو ته زیان ندی اوښتی او عملیات په بریالتوب سره پای ته رسیدلی .

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *